مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۹مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۹۸ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۷۲ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۴هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو۱۵۳الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۹۸تنه وسله وال ترهګر وژل، ۴تنه ټپیان او ۷ تنه نور نیول شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د غزني، ارزګان، لوګر، میدان وردک، فراه، ننګرهار، بادغیس او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د غزني ولایت د مقر، ناوې او قره باغ ولسوالیو کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲ تنه نیول شوي، یو موټر او ۱۰ سایکلونه له منځه وړل شوي،د ارزګان ولایت مرکز اړوند چپه خاک او خانقاه په سیمو کې ۲۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ پټنځایونه له منځه وړل شوي، د میدان وردګو ولایت د سید آباد او جغتو ولسوالیو کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نیول شوي، ۵ موټر سایکلونه او د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی او د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي .
همدا راز د فراه ولایت د پشت رود، اناردرې ولسوالیو او مرکز اړوند سیمه کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۳ موټر، یو پټنځای او د بی ام یک ۵ ګولۍ له منځه وړل شوي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ پټنځایونه او یو شمیر چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي،د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي،یو تن نیول شوی، ۴ موټر سایکلونه او یو شمیر مهمات لاسته راغلي ، ۳ بورۍ چاودیدونکي توکي، یو موټر سایکل او یو موټر له منځه وړل شوی او د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
###