د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه(۱۴۹) تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د سیمه ایزو قول اردوګانو او قطعاتو ۱۴۹ تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د توپچي او د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي د انجینري لوړ رتبه بریدملانو له مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول .

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزرات د پرسونل او تعلیمات معاونیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي" د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم "حقاني" د ښوونځیو قوماندانانو او ګن شمیر مجاهدینو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو . 

مسؤلینو د وینا پر مهال د اسلامي اردو په لیکو کې د پوځي او مسلکي زده کړو اهمیت او ارزښت بیان کړ او له فارغ شويو مجاهدینو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړي د الله ج د رضا او اسلامي نظام ته د خدمت موخه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو  ته هم ور زده کړې ،همداراز د غونډې ویناوالو نویو فارغانو ته د اطاعت په هکله هم اړینې سپارښتنې وکړې.