د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۴۷ تنه مجاهدین فارغ شول 

web_admin

د ملي دفاع وزارت بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو (۱۴۷) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزه ملاتړ ،جګړه ایزو تامیناتو او ځانګړو وړتیاوو ښوونځيو له مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله “مدني”، درستیزوال مولوي شیر احمد”محمدي”، د ښوونځیو قوماندانانو او ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

د غوندې ویناوالو د اعداد اهمیت او ارزښت د بیان تر څنګ له مجاهدینو څخه وغوښتل چې د پوځي او مسلکي زده کړو له ترلاسه شویو فرصتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي؛ مسؤلینو همدا راز له فارغ شویو مجاهدینو څخه وغوښتل چې د خپلو مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د خپل مسؤلیت څخه پرته د نور په چارو کې له لاسوهني څخه ډډه وکړئ .

فارغ شویو مجاهدینو ژمنه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې د هیواد له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د ساتنې په موخه سرښیندنو  ته چمتو دي، غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده .