په سپین بولدک کې د راستانه شويو افغان کډوالو پنډ غالي کې د زرګونو تنو ناروغانو درملنه شوې
د ملي دفاع وزارت ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند ساحوي سل بستریز پوځي روغتون سپین بولدک کې راستانه شویو افغان کډوالو ته په جوړ شوي لنډ مهاله پنډ غالي کې د بیلابیلو برخو څخه (۶۰۱۸) تنه ناروغانو درملنه ترسره کړې؛ دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت صحي ټیمونه مختلف لنډ مهاله جوړ شوو پنډغالو کې خپلو راستانه شوي هيوادوالو ته صحي خدمات وړاندې کوي.