په ۲۰۹ الفتح او ۲۱۷ عمري قول اردوګانو کې ۳۳ ثقیله انجینري وسایط ترمیم شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز انجینرۍ ریاست له خوا استول شوي انجینرانو او تخنیکرانو د خپلو فعالیتونو په دوام دا ځل د ۲۱۷ عمري قول اردو (۱۹) عرادې ثقیله انجینري وسایط او (۱۴) عرادې په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ستر درستیز انجینرۍ ریاست د رهبرۍ د هلو ځلو په نتیجه کې د انجینري او تخنیکي ټیمونو په ګډون یو مرکزي، مجهز او عصري ورکشاپ د ملي دفاع وزارت تخریبي او غیرفعاله وسایلو د ترمیم په موخه د یاد ریاست په ګارنیزیون کې جوړ کړو.