په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې ۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند دوهمي سرحدي لواء څخه ۵۰ تنه مجاهدین د درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو وروسته نن ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د غو مراسمو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال حاجي روح الامین "روحاني، د پکتیا ولایت د استخباراتو رئیس مولوي ذاهد او ګڼ شمیر مسؤلینو او مشرانو ګډون کړی وو.
مسولینو په خپلو ویناوو کې یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: چې همدغه د ملي اسلامي اردو مسلکي او زړور ځواکونو په هر ډول حالاتو کې د خپلو خلکو، هېواد او اسلامي نظام څخه په مېړانه ساتنه کړې او تل یې د هیواد له سرحداتو څخه په کلکه دفاع کړې ده.
په پای کې فارغ شویو مجاهدینو د بیلابیلو وسلو په استعمال سره عملي نمایشات او مانورونه تر سره کړل او غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.