د هیواد د امنیتي حالت د څېړلو په موخه، د ملي دفاع وزارت د سرپرست په مشرۍامنیتي غونډه وشوه

zia_omid
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۷
د هیواد د امنیتي حالت د څېړلو په موخه، د ملي دفاع وزارت د سرپرست په مشرۍامنیتي غونډه وشوه

کابل-افغانستان: د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس او د مسلح ځواکونو د اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په لار ښوونه د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسد الله خالد په مشرۍ د هیواد د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه امنیتي غونډه شوه. په دغه غونډه کې، چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوې وه د امنیت شورای مرستیال د کورنیو چارو سرپرست وزیر، دسیمه ییزو ارګانونو رئیس ، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال او د کابل ولایت والي ګډون کړی وو. د غونډې په ترڅ کې د هیواد پر امنیتي وضعیت بشپړې خبرې وشوې او د امنیتي وضعیت په اړه اړوندو ادارو ته لازمې لار ښوونې ورکول شوي. همدا راز په غونډه کې د تروریستي حملو د مخنیوي او د شته تهدیدونو کابو کولو لپاره پر امنیتي تدابیرو او همغږیتوب ټینګار وشو.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته