ملي انجینري لوا ته نوی قوماندان معرفي شو

web_admin

د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې مفتي نوراحمد "متوکل" ملي انجینري لوا ته ټاکل شوی وو، تیره ورځ د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري رسماً اړوند کارمندانو ته وروپیژاندل شو.

په دغه مراسمو کې د ستر درستیز مرستیال یاد قوماندان ته د مبارکۍ ته څنګ زیاته کړه: چې بدلون د نظام یو اصل دی او دغه امر د رهبري د لزوم دید له مخې د کارونو د لا ښه کولو په موخه ترسره شوی ده.

د یادونې وړ ده چې نوی ټاکل شوی قوماندان له دې مخکې د یاد وزارت د عقیدتي او فرهنګي ریاست د رئیس په حیث کار تر سره کاوه.