د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون ۸۳۶ تنه محصلینو عملي تطبیقات ترسره کړل
د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند عبدالله بن محمد ملي پوځي اکاډمۍ د پنځلسمې دورې ۸۳۶ تنه محصلینو عملي تطبیقات ترسره کړل.
د غه مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" د یاد پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقیوم "الیاس"، ګڼ شمیر قوماندانانو مشرانو او منسوبینو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقیو "الیاس" له راغلو مشرانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې تاسې محصلین به له خپلو مسلکي زده کړو څخه د هیواد ساتنې په برخه استفاده کوئ او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به نور هم په مسلکي ډول داسې محصلین روزي.
دغه مراسمو کې یادو محصلینو خپل عملي تطبیقات او مانورونه په لوړ مرال سره د مسؤلینو په حضور کې ترسره کړل او ژمنه یې وکړه چې د خپل سر په بیه به له خپل دین، هیواد او ولس څخه دفاع کوي.