په تخار او بغلان ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ پلې لوا دویم کنډک او دویمې پلې لوا اووم کنډک د کشف مدیریت منسوبینو له لوري د یو کشفي راپور په بنسټ په تخار او بغلان ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول.
دغو وسلو او مهماتو کې دوه میله کلاشینکوف، ۳۲فیره د راکټ مرمۍ، ۶ فیره د نارنجک مرمۍ، ۱۶ عدده د ام۱۶ شاجورونه او په زرګونه فیره د خفیفه وسلو مرمۍ شاملې دي.