د ۲۱۹ ثالث عمر له فرقې څخه ۴۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

په بدخشان ولایت کې د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې څخه د قطعاتو او جزوتامو ۴۵۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني پوځي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع مرستیال مولوي محمد نسیم "مدني"، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدین "منصور"، ګڼ شمیر مسؤلینو، مشرانو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو پخپلو ویناوو کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او دوی یې د تیر جهاد د ارزښت په ساتلو، له اسلامي نظام او افغانیت څخه دفاع کولو ته وهڅول.

دغه د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې درېیمه دوره فارغان وو چې په لوړه انګیزه، ولس ته په خدمت کولو او له ځکمنی بشپړتیا څخه د دفاع په خاطر یې فراغت ترلاسه کړ.