د ځانګړو ځواکونو د عالي زده کړو له ښوونځي څخه ۴۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملی دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي له تخصصي دیپارتمنت څخه د څوارلسو اونیو پرمختللو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته (۴۸۰) تنه مجاهدین فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو د فرقی قوماندان نصرت “حاجی لالا”، د ځانګړو ځواکونو د فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد “عمري”، د فرقې درستیزوال او ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو په ویناوو کې فارغ شویو مجاهدینو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې تر لاسه کړې مسلکي زده کړې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي؛ همدا راز په پای کې فارغ شویو مجاهدینو د اسلامي نظام د ساتنې او د هیواد دفاع لپاره په هر ډول حالاتو او د هیواد په هر ګوټ کې د خدمت لپاره چمتوالی وښود.
د غونډی په پای کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د مشرتابه له لوري فارغینو ته برۍ لیکونه هم ورکړل شول.