په خوست او پکتیا ولایتونو کې عمومي شاهرا د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

web_admin

تېره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لوا د انجینري پرسونل له لوري د خوست او پکتیا ترمنځ د عمومي شاهرا سړک د ډبرو، خاور او شګو څخه پاک کړ.

یاد سرک چې د زیاتو اورښتنو او درنو سېلابونو په راوتلو سره د دوه منده ولسوالۍ څخه تر نادرشاه کوټ پورې په لويو ډبرو بنده شوې وه او عامو وګړو ته یې د تګ راتګ په برخه کې زیاتې ستونزې رامنځته کړې وې په بشپړ ډول خلاصه شوه.

عامو خلکو د لومړۍ پلې لوأ د رهبرۍ او مسؤلینو د دغه نیک او اقدام قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د ملي دفاع وزارت منسوبینو په هر ډول حالاتو کې زموږ مرسته کړې ده.