۹۹تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۹۹) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو تامیناتو او جګړه ایز ملاتړ(حمایه محاربوی) ښوونځيو له مسلکي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم “حذیفه”، د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم “حقاني” دښوونځیو قوماندانانو، ګن شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود .
د غونډې ویناوالو فارغ شویو مجاهدینو څخه وغوښتل چې له ترلاسه کړو مسلکي زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکیم او ثبات په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړي؛ همداراز تازه فارغ شوو مجاهدینو د اسلامي نظام د تحکیم او ثبات لپاره هر ډول سرښندونو ته چمتووالی وښود.