د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د تعویض مفصل عملیات ترسره شو

web_admin

د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د اورتوپیډي څانګې ډاکټرانو له لوري د لومړي ځل لپاره د تعویض مفصل(Hip) عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو.

یاد عملیات د ماډرن طبي وسایلو او د مسلکي کادرنو په لرلو سره د روغتیایي چارو قومندان الحاج ډاکټر محمد طاهر "احرار" او برید جنرال پوهندوی حبیب الله "احمدزي" په ملتیا د ډاکټر عزیز "شفا" او ډاکټر عثمان "اتل" له لوري ترسره شول.

دیادونې وړ ده چې دغه عملیات  لومړی د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې ۲۵ کاله وړاندې د پوهنوال ډاکټر عبدالرزاق "سیاوش" له لوري ترسره شوي وو.