د خوست ولایت ته د ۲۰۳ منصوري قول اردو روغتیایي ټیم د مسموم شویو هېوادوالو د ژغورلو په موخه ورغلی

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو رهبري د لارښوونو پر بنسټ یو مجهز روغتیايي ټیم د ۱۰۰ بستریز ساحوي روغتون د ډاکټرانو په ګډون  د خوست ولایت ځاځی میدان ولسوالۍ لتکي کلي ته د مسموم شویو هیوادوالو د روغتیايي وضعیت د ارزونې په موخه واستاوه، چې له نېکه مرغه د روغتیايي ټیمونو د هلو ځلو په پایله کې دغه عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل او ټول مسموم شوي کسان روغ شول.

د ملي اسلامي اردو زړور ځواکونه د خپلو درنو دندو تر څنګ د خلکو هر ډول خدمت خپل دیني مسوولیت ګڼي.