د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د جراحي عمومي څانګې په پار کنفرانس ترسره شو

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د شهید سردار محمد داود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون په قوماندانۍ کې د جراحي عمومي څانګې د څلورو میاشتو د لاسته راوړنو په پار کنفرانس تر سره شو.

 د شهید سردار محمد داود خان روغتون سر جراح برید جنرال فروفیسور ډاکټر محمد یعقوب "نورزي"  په یاد روغتون کې د مختلفو او پېچلو عملیاتو په ترسره کیدلو د نظامي اکمال تخصص ترینرانو ته د جراحي پرنسیب په عملي او نظري بڼه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې (۲۳۷۴) بېلابېل ډول عملیات تر سره شوي چې د ورځې (۲۸) عملیات په بریالیتوب سره اجرا شوي دي.

او همدا راز د روغتیایي چارو قوماندان تورن جنرال الحاج ډاکټر محمد طاهر "احرار" د ډاکټرانو له ملخصانه، صادقانه هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې تاسو په واقعي او ریښتوني ډول خپلې ملي اسلامي اردو ته روغتیایي خدمات په معیاري توګه وړاندې کوی.