د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې د یاد وزارت د حقوقو ریاست لپاره مولوي اغامحمد "فیضان" ټاکل شوی وو، نن د مسلحو ځواکونو لومړي مرستیال الحاج مالي خان صدیق له لوري رسماً معرفي او پخپل کار پیل وکړ.
همدا راز د حقوقو ریاست مخکینی رئیس مولوي میسح الله "مؤذن" د یاد ریاست د مرستیال په توګه وټاکل شو.
مسؤلینو نویو ټاکل شویو مسؤلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او نوي رئیس هم د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.