د ملي دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري دویمه دوره سیمینار پیل شو
ملي دفاع وزارت کې د ظرفیت لوړولو په موخه شپږ ورځنی سيمينار پيل شو، په دغه سيمينار کې د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو د عقیدتي او امربالمعروف ۳۰۰ تنه مسؤلینو ګډون درلود.
چارواکو پخپلو ویناوو کې یاد کسان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه، چې تاسو د ملي اسلامي اردو استازي یاست.
دغه سیمینار د ظرفیت لوړولو، د ښوونې او روزنې، مساجدو، عقیدتی او فرهنګي کارونو د ترسره کولو په موخه پیل شو.