په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د دریمې ابوُدجانه پلې لوا د حضرت سعد بن ابي وقاص “رض” له ښوونیز مرکز څخه ۸۰ تنه مجاهدین له نظامي، عقیدوي او فکري زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د یادې قول اردو ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
د مسؤلینو په وینا یاد فارغان به له ابتدایي زده کړو څخه وروسته، د یادې قول اردو په ښوونیز مرکز کې د ارتقاء او ظرفیت لوړولو په موخه نورو زده کړو ته دوام ورکوي.