د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۹۹ تنه مجاهدین فارغ شول 

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو ۹۹ تنه مجاهدین چې ۷۸ تنو د جګړه ایزو ملاتړ ښوونځي د ناچاودو توکو خنثی کولو کورس او ۲۱ تنو د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د توپچي کورس مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دې غونډه کې د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندان ملا عبدالجبار “صدیقي” د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي محمد هاشم"حذیفه" ګڼ شمېر مسؤلینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړئ وو.

مسؤلینو پخپلو ویناوو کې یاد فارغان خپلو مسؤولیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې د آمر له امر څخه اطاعت کول د نظام بنسټ پياوړی کوي او درسپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړ صداقت او اخلاص سره سرته ورسوئ.

فارغ شویو مجاهدینو د هیواد په هر ګوټ او هر ډول شرایطو کې دندې اجراء کولو ته چمتووالی وښود؛ په پای کې فارغانو ته برۍ لیکونه هم ورکړل شول.