په پروان ولایت کې ګڼ شمېر انفجاري مواد کشف شول
د ٣١٣ مرکزي قول اردو د ٢٢١ شهید آفتاب رح فرقې اړوند د پروان ولايت دویمې پلې لوا څلورم کنډک مجاهدینو له لوری تېره ورځ د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو شمیر انفجاري مواد کشف او تر لاسه شول.
په ترلاسه شویو موادو کې، ۴ حلقې ضد پرسونل ماینونه ،١٩ د هاوان مرمۍ، په سلګونو د لاسي بم پټاقۍ، ۲ حلقې بارود او ۳ حلقې فرميکاټ شامل وو.