د ۲۰۷ الفاروق قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي نصرالله "مطیع" د مسلحو ځواکونو لومړي مرستیال الحاج مالي خان "صدیق " او د یاد وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک معین مولوي محمد ظریف "مظفر" له لوري نن رسماً معرفي او اړوند منسوبینو ته وروپیژندل شو.
د ملي دفاع وزارت مسؤلینو نوموړي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې سپارښتنې وکړې او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.