په ختیځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو له لوري ګڼ شمېر وسلې ونیول شوې
د ختیځ زون په یو شمېر ولایتونو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک مجاهدینو له لوري د کشفي راپور پر بنسټ ۹۴ میله سپکې او درنې وسلې د غیر مسؤلو کسانو څخه ونیول شوې.
په دغو وسلو کې یو شمېر پيکاوې، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، مارکول او ضربه يې چره يز ټوپکونه شامل دي.
دغه وسلې د یادې قول اردو ډېپو ته انتقال او په منظم ډول ځای پر ځای شوې چې د اړتیا پر وخت به ترې استفاده وشي.