په ه ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو کې ۱۱ ميله ثقیله وسلې ترميم شوې

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لوا مجاهدینو په هڅو سره ۱۱ میله ثقیله وسلې چې پکې ۷ ميله زیکویک، ۲ میله دهشکې او ۲ ميله پیکاوې شاملې وې، ترمیم او د استفادې وړ وګرځېدې.

د یادې لوا مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل: د بيت المال اړوند د ټولو وسایطو، وسلو او اجناسو ساتنه به کوو او د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره به خپل خدمت جاري ساتو.