د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د تامیناتو کنډک ۱۵۳۵ عرادې وسایط ترمیم کړل
د ملي دفاع وزارت اړوند د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د تامیناتو کنډک د مسؤلینو له لوري ۱۵۳۵ عرادې پوځي وسایط په اساسي ډول ترمیم او ګټې اخستنې ته وسپارل.
په دغو وسایطو کې ۱۲۵۰ عرادې رنجر ۶۰ عراده هاموې ، ۷۵ عرادې انټرنیشنل ،۴۲ عرادې کاسټرونه، ۲۰ عراده پرنده ابي ،۱۳ عرادې فورکلفتونه،۲۲ عرادې تیلر ۱۷ عرادې فورد،۱۰ عرادې بلدوزر ،۱۰ عرادې بابکیت،۱۰ عرادې څلور ټایره موټر سایکل ۵ عرادې اسکواټورونه او ګن شمیر د انجینرۍ او سرک جوړلو وسایط او تجهیزات شامل دي.
همدا راز په ترمیم شویو وسایطو کې ۵۹۰ عرادې هغه وسایط شامل دي چې د تیر حکومت د حاکمیت پر مهال ویجاړ او د پرزو د نه شتون له امله کباړ شوي وو.