د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پنځمې سرحدي لوا څخه ۴۵ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا څخه ۴۵ تنه مجاهدین د ډیسي توپ، هاوان، دومیله او اسپیجنین له مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د یادې قول اردو ګڼ شمیر مسؤلینو، علماءوو او مجاهدینو ګډون درلود، همدا راز دغه سرتیري د سرحدي کنډک د لودیځ زون سرحداتو د ساتلو لپاره وګمارل شول، په پای کې دغه مراسم د نظامي نمایشاتو په ترسره کولو د تصدیق نامو او ډالیو په ویش سره پای ته ورسېدل.