په هرات ولایت کې دوه قبضې امریکایي راکټ کشف او ضبط شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کشف او ضد استخباراتو مدیریت د زړورو مجاهدینو له لوري په هرات ولایت کې یو نظامي مرکز ته نږدې دوه قبضې امریکایي راکټ کشف او ضبط کړل.
دغه امریکایي راکټ چې له ډیر وخت څخه په یوه لیرې سیمه کې پټ شوي وو، د ضد استخباراتو مدیریت له لوري کشف او اړوند ارګان وسپارل شول.