ملي دفاع وزارت کې د ۲۰۰ څخه زيات ملکي او نظامي منسوبين په باالمقطع توګه جذب شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت په تخنیکي، مسلکي او تخصصي برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او په چارو کې ځنډ د مخنیوي په موخه د ياد وزارت د بېلابېلو څانګو، ۲۲۶ تنه منسوبین چې په دې وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې د پای ته رسېدو له امله تقاعد ته سوق شوي وو، د کاري قانون په نظر کې نيولو سره د کارکونکو د باالمقطع مقررې د تنظيم له مخې بياځلي په اړوندو قطعاتو کې ور ته د خدمت زمينه برابره کړه.

دغه جذب شوي افراد نظامي او ملکي مسلکي کسان دي، چې په کې د هوايي ځواک پیلوټان، افسران، مشاورین، انجینران، تخنیکران، مدیران، مامورين او ټیټ رتبه کارکوونکي شامل دي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت هغه اوازې ردوي، چې ګواکې د ملي دفاع وزارت فني او مسلکي پرسونل د ذاتي قانون په پام کې له نیولو پرته تقاعد ته سوق کړي، په داسې حال کې چې دغه وزارت د خپل پرسونل د افسرانو د ذاتي قانون او د ملکي خدمتونو د مقرراتو قانون پرته هيڅوک تقاعد ته نه دي سوق کړي.

همدا راز دغه وزارت ژمن دی چې مسلکي او متخصص کسان جذب کړي او د اړتیا په صورت کې د خپلو کارکوونکو له تجربو ګټه واخلي.