د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۸ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند بیلا بیلو قطعاتو او جزوتامونو ۶۸ تنه مجاهدین د جگړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي څخه د مسلکې زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد''محمدي''، ګڼ شمير مجاهدينو او منسوبينو ګډون کړی وو؛ فارغ شویو مجاهدینو ته مسؤلینو د وینا پر مهال وویل، «درکړل شوې مسلکي زده کړې د اسلامي امارت یو امانت دی، له يادو زده کړو څخه اسلامي نظام ته د خدمت په موخه بشپړه ګټه واخلئ او نورو مجاهدینو ته یې هم ور زده کړئ».

همدا راز په پای کې يادو فارغانو د هیواد په هره برخه کې دندې ترسره کولو ته چمتووالی وښود او غونډه فارغانو ته د بريلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.