د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۱۴۲ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۱۵ عزم قول اردو د بېلابېلو جزوتامونو ۱۴۲ تنه مجاهدین د ښوراب ښوونېز مرکز څخه د دوه میاشتني مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د ۲۱۵ عزم قول اردو مرستيال مولوي عبدالصمد ''فاروق''، د يادې قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعزيز ''انصاري''، د قرارګاه مديرانو، آمرينو او د ښوراب پوځي مرکز مسؤلينو او استادانو برخه اخیستې وه.
د فارغ شويو مجاهدينو له جملې څخه ۱۰۱ تنه په ډرايورۍ او ۴۱ تنه په توپچي برخه کې عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړې.
همداراز غونډه د فارغ شویو مجاهدینو د ډاډګيرنې په پيغام او تصديق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېده.