په ۲۱۷ عمری قول اردو کې ګن شمیر وسايط جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د ملی دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمری قول اردو کې د انجنيري ټيم لخوا د يادې قول اردو انجنيري کنډک ګن شمير لوی او کوچني وسایط چی ويجاړ او له منځه تللي وو ترميم کړل.
دغه وسايطو کې ۲ چین داره اسکواتور، ۲ تایر داره اسکواتور، ۳ ګليدر، ۷ بيلډوزر ، ۲ لوډر، ۴ ډامترک، ۱ فورکلفت ، ۱ ټیلري ، ۱ کرنګ، ۴ چین داره بيلډوزر، ۱ رنجر، ۲ لنګر ، ۱ څلورکې چي جمله (۳۱)عرادي غټ او واړه وسایط کيږي ترميم او د ګټې اخيستنې لپاره د انجينري کنډک ته وسپارل شول.
دیادونې وړ ده چی یاده پروسه د ملي دفاع وزارت اړوند ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې دوام لري.