د ملي دفاع وزارت په تالار کې د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري اصلاحی غونډه تر سره شوه.
د ملي دفاع وزارت په تالار کې د عقيدتي ریاست له لوري د رمضان المبارک میاشت په تړاو او د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه اصلاحي مجلس ترسره شو.
د ملي دفاع وزارت د قرارګاه خطیب شیخ روح الله صاحب ټولو منسوبینو ته د رمضان المبارک د فضیلت، د قدر د شپې د فضیلت، او په دغه میاشت کې د قرآن عظیم الشان د نزول په هکله هر اړخیزه معلومات ورکړل.
همدا راز شیخ روح الله صاحب پخپلو خبرو کې وویل چې په دغه میاشت کې هر نفلي عبادت په یو فرضي عبادت او هر فرضي عبادت یو په اویا درجې فضیلت لري دا یو فرصت دی هڅه وکړئ چې نیک اعمال تر سره کړئ.