د ستردرستیز انجینري ریاست څخه ۲۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز په انجینري ریاست کې د سیمیزو قول اردوګانو او قطعاتو ۲۰۰ تنه مجاهدین د انجینري په مختلفو برخو (انفجاري موادو خنثی کول، دانجینري وسایلو استفاده کول او د جیمرو نصب) کې له درې ورځني سیمینار څخه فارغ شول.

دغه سیمینار یادو مجاهدینو ته د ستردرستیز انجینري ریاست له لوري په مسلکي برخه کې د ارتقاء او ظرفیت لوړو په موخه پیل شوی وو، ترڅو مجاهدین په مسلکي ډول وروزل شي.

غونډه کې د عقیدتي او فرهنګي چارو رئیس  مولوي نوراحمد "متوکیل" په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې له قدرت او صلاحیت څخه غلته استفاده ونکړئ، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.