د ستر درستیز په مخابره ریاست کې ۳۳ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز په مخابره ریاست کې له اونیز سیمینار څخه د سیمیزو قول اردوګانو او مستقلو قوماندانیتونو ۳۳ تنه مجاهدین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغه سیمینار د قول اردوګانو او مستقلو قوماندانیتونو د مخابرې د څانګې مدیرانو او اوپراسیون امرینو ته یوه اونۍ وړاندې پیل شوی وو، چې موخه یې په اداري کارونو کې ارتقاء او ظرفیت لوړول وو.
دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او مسؤلینو ګډون درلود، مسؤلینو یاد فارغان خپلو صلاحیتونو او مسؤلیتونو ته متوجې کړل ترڅو خپل اداري کارونه په مسلکي ډول ترسره کړي.