د کشف او استخباراتو رئیس د ۴۰۰ بستریز روغتون له امنیتي کامرو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو رئیس مولوي علي محمد "معتصم"، د اسلحې او تخنیک رئیس سید علاءالدین آغا او د یاد وزارت د روغتیایي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" د شهید سردار محمد داود خان روغتون د امنیتي کامرو څخه لیدنه وکړه.
دغه امنیتي کامرې په یاد روغتون کې د چاپیریال د خوندیتوب لپاره نصب شوي دي ترڅو د امنیت په ټینګښت کې ترې استفاده وشي.
مسؤلینو د امنیتي کامرو د تخنیک ټیم د زیار او هڅو قدر داني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ددوی هر ډول ستونزې او مشکلات به حلوي.