قندهار کې د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه ونيول شوه

s.mohmand

د کندهار ولایت شورابک ولسوالۍ په سرو څاهانو سیمه کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د درېيمي سرحدي لواء د کشف او استخباراتو مسؤلینو له لوري یو شمیر وسلې او مهمات چې په قاچاقي توګه له هېواد څخه بهر انتقالیدل، ونیول.

په دغو عملیاتو کې ۳ میله وسلې ( ۱ روسی ثقیل، ۲ جالۍ داره ماشینان) څلور زره د امریکايي ثقیل مرمۍ، ۲۵ عدد (M203) د نارنجک مرمۍ او یو شمېر نور نظامي توکي شامل دي.