په پکتیکا ولایت کې یو شمیر اسلحې او مهمات ونیول شول

s.mohmand

د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د یو لړ تصفيوي عملیاتو په نتیجه کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د دوهمې سرحدي لوا دوهم سرحدي کنډک مجاهدینو له لوري یو شمیر اسلحي او مهمات ونیول شول.

په دغو اسلحو کې (۱۲) میله کلاشینکوف (۱)میل پیکا (۲)قبضې تفنګچې (۱) عراده ټویټا موټر(۱)عراده موترسایکل، زیات شمیر مرمۍ او مهمات شامل دي.