د ۴۰ کلن جنګ له معلولینو سره د ( بیا احیا ) په مرکز کې نغدي مرسته وشوه

s.mohmand

د ا.ا.ا رهبرۍ د فرمان په اساس او د ملي دفاع وزارت د هدایت له مخې یوه اندازه پیسې چې د رئیس الوزرا له لوري د (بیا احیا) مرکز  لپاره ځانګړې شوې وې، تیره ورځ د صحیه قومندانۍ مسؤلینو په حضور کې د ۴۰ کلن جنګ له معلولینو سره نغدي مرسته وشوه.

د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو رئیس مولوي علي محمد "معتصم" وویل د ا.ا.ا مشرتابه او د ملي دفاع وزارت د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د دوی د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې به لازمې مرستې وکړي.