په پروان ولايت کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
د پروان ولايت جبل السراج ولسوالي کنډک سنګر ساحه کې دوه کړۍ ماینونه چې کلونه وړاندې ځای پر ځای شوي وو، د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند د شهید آفتاب رح فرقې د دویمې پلې لوا څلورم کنډک مجاهدینو له لوري کشف او شنډ شول.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د یادې لوا امنیتي ځواکونو له لورې دا ډول ماینونه کشف او شنډ شوي وو.