د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د RCC او توپچي له مسلکي زده کړو څخه(۶۵) تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand
د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د (RCC) او توپچي له مسلکي زده کړو د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو (۶۵) تنه مجاهدین چې ۳۸ تنه د جګړه ایز ملاتړ (RCC) ښوونځي او ۲۷ تنه د جګړه ایزو قوتونو ښوونځي څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو، مسؤلینو په وینا کې فارغین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او د دوی د هڅو قدردانی یې وکړ، په پای کې یادو فارغانو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.