د ملي دفاع وزارت د تخنیکي او ژغورني ټیم له خوا په هلمند ولایت کې له یوې څاه څخه یو دوه کلن ماشوم وژغورل شو s.mohmand https://mod.gov.af/ps/node/4886 تيره ورځ مازيګر څلور بجې د هلمند ولايت، موسى کلا ولسوالۍ د لوی تال د کلي اوسيدونکى سميع الله د سيد محمد زوى په سل متره ژور څاه کې لويدلى وو چې تيره شپه دوه بجې د ملي دفاع وزارت تخنيکي او ژغورونکي ټيم لخوا نوموړی ماشوم وژغورل شو. د ملي دفاع وزارت هڅه کوي چې دهيواد په هر برخه او کم وخت کې خپلو هېوادوالو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او مرسته وکړي.