د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه (۷۰) تنه مجاهدین فارغ شول
نن د ٣١٣مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مديريت لخوا د مخابرې، چيک پاينټ او انجنیرۍ د نظري او عملي زدکړو څخه ( ٧٠ ) تنه مجاهدین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په يادو مراسمو کې دنظامي محکمې رئیس مولوي سيدامير "سراجي" او د یادې قول اردو ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
د نظامي محکمې رئیس مولوي سيدامير "سراجي" یاد مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل، په پای کي فارغ شويو مجاهدينو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې