۳۱۳مرکزی قول اردو ته نوی مرستيال معرفي شو

s.mohmand

د ا.ا.ا مشر تابه د حکم په اساس د ملي دفاع وزارت د نويو ګمارنو په لړ کې قاری امین الله " طیب " د ۳۱۳ مرکزی قول اردو دمرستیال په توګه ټاکل شوي وو، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ستر درستيز مرستيال حاجي مالی خان له لوري رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

یادو مراسمو کې د ستر درستيز مرستيال حاجي مالي خان، دقول اردو قوماندان ملا امير خان "حقانی " ، د نوموړې قول اردو درستیزوال شیخ نقیب الله "عزیزی " ګډون کړی وو؛ د ستر درستيز مرستيال د یادې قول اردو پرسونل او منسوبينو ته د نوي مرستيال د معرفي کولو ترڅنګ مسؤلينو او منسوبینو ته لازمې لارښونې وکړې، او نوي مرستيال ته يې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه