د ۲۱۷ عمري قول اردو ته نوی قوماندان او مرستيال معرفي شول

s.mohmand

د ا.ا.ا مشر تابه د حکم په اساس ملا آغا محمد "ابراهیم" د ٢١٧ عمري قول اردو د قوماندان او مولوي حزب الله "افغان " د يادې قول اردو د مرستيال په توګه ټاکل شوي وو، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوی درستیز قاري فصیح الدين " فطرت " له لوري رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

همدا راز مشرانو د یادې قول اردو پرسونل او منسوبينو ته د نوي قوماندان او مرستيال د معرفي کولو ترڅنګ؛ لازمې لارښونې وکړې، او نوي مسؤلينو ته يې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.