د غزني ولایت دریمې پلې لوا ته نوی قوماندان ور وپیژندل شو

s.mohmand
د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې پلې لوا ته مولوي بدرالدین «ابراهیمي» د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوي قوماندان په توګه ور وپیژندل شو. يادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد «عثماني»، د ۲۰۳ منصوري قول اردو اداري مرستیال مولوي روح الامین « روحاني » ګډون درلود؛مسؤلينو نوي قوماندان ته د مبارکی تر څنګ نوموړي ته په چارو کې د کاميابۍ هيله وکړه.