د ملي دفاع وزارت اُپراسیون ریاست نوی رئیس معرفي شو

s.mohmand

د ا.ا.ا رهبرۍ د لزوم دید له مخې مولوي نور الرحمن "نصرت" د۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکنی مرستیال قومندان د ملي دفاع وزارت اُپراسیون ریاست ته ټاکل شوی وو، نن د یاد وزارت دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" له لوري رسماً معرفي شو او خپل کار یې پیل کړ.

همدا راز د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" نوي رئیس ته د معرفي کولو ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، په پای کې نوموړي رئیس د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.