د ۲۰۵ البدر قول اردو مرستیال نن رسماً معرفي شو

s.mohmand

       
 د ا.ا.ا مشرتابه له حکم سره سم ملا باري ګل " طالب" د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره مرستیال قومندان ټاکل شوی وو، نن رسماً معرفي شو.

په دغه غونډه کې چې د نوموړي د معرفت لپاره جوړه شوې وه د قول اردو قومندان ملا مهرالله "حماد" ،پخوانی مرستیال قومندان محمدي "حاجي ملاصاحب" او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو، په یاده قول اردو کې یې رسماً خپله دنده پیل کړه.