په ملي دفاع وزارت کې د رسول الله ﷺ د میلاد په ویاړه غونډه ترسره شوه.
نن د ملي دفاع وزارت په تالار کې د حضرت محمد ﷺ د میلاد په ویاړ د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري جوړه شوې غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د عقیدتي او فرهنګي رئیس مولوي نوراحمد "متوکل" او د ملي دفاع وزارت ګڼو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
د عقیدتي او فرهنګي رئیس مولوي وکیل احمد "متوکل "د رسول الله ﷺ په سیرت، اخلاقو او صفاتو هر اړخیزه وینا وکړه او مجاهدینو ته یې د هغه صلی الله علیه وسلم په تګلاره د عمل کولو توصیې وکړې.