د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۱۱۳ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د جګړه ایزو ګډو زده کړو په قوماندانۍ کې د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو ۱۱۳ تنه مجاهدین د RCC او ډریوری له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

په دې غونډه کې د ښوونې او روزنې قوماندان الحاج مولوي عبدالجبار «صدیقي»، د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم «حذیفه» او یو شمیر مجاهدینو ګډون کړی وو.

په دغو زده کړو کې ۶۶ تنه مجاهدین د انټرنیشنل، هاموې او رنجر په برخه کې د ۳ میاشتو او ۴۷ تنه RCC یا لارې پاکولو په برخه کې د ۲ میاشتو په موده کې خپلې مسلکي زده کړې ترسره کړې.

په پای کې مسؤلینو مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته د متوجې کیدو ترڅنګ نغدي جایزې او بريا لیکونه هم ورکړل.